IQNA

ټي ټي پي له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکې خړې پړې کړي دي

10:36 - February 16, 2025
د خبر لمبر: 3490648
ایکنا – د  پاکستان د خارجه وزارت ویندوي ووئيل،ترڅو  دافغانستان طالبان د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) مسئله حل نه کړي،  د پاکستان او افغانستان  د هوساینې لپاره به د دوي دوه اړخیزې ملګرتیاوې او  امکانات هیڅ معنا ونه لري.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خارجه وزارت ویندوي شفقت علی خان  په خبری ناستې کې ووئيل، یوه هغه اساسی مسئله چې  د افغانستان  د طالبانو  له حکومت سره د پاکستان  اړیکې ئې ترینګلي کړي دي،د افغانستان په خاورې کې د پاکستانیو طالبانو یا ټي تي پي  پټنځایونو شتون دی.

هغه زیاته کړې ده ،مونږ دا موضوع  دافغانستان له موقته حکومت سره مطرح کړې ده،او هماغه راز په دې موضوع ټينګار کوو چې دا  مشکل باید حل شي.

د پاکستان دخارجه وزارت ویندوي په دوام کې ووئيل؛  مونږ هماغه شان  له افغانستان سره په تعامل کې یوو او هغوي ته  ډاډ ورکوو چې د سمیې اوږدمهاله پوټینشل، دوه اړخیزې ملګرتیاوې او ددواړو هیوادونو لپاره ئې  ګټې،تر هغه  مهال چې دغه مشکل حل نشي ، هیڅ  تحقق نه مومي.

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان  پاکستان یا ټي ټي پی د وګړو  او پټنځایونو د شتون ادعا په زغرده دروغ ګڼي، البته د سولې د خبرواترو لپاره ئې  ددواړو لورو ترمینځ دمینځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/11/27/3258327/

captcha